د کردستان د بشري حقونو شبکې راپور ورکړی چې په سرپل ولایت کې د طالبانو یوه سیمهییز چارواکي یوه کردۍ مېرمن او د هغې تنکۍ لور وروسته له هغه وژلي چې هغوی د جبري واده له هڅې سره مخالفت کړی و.
د دغه راپور له مخې، چې د غبرګولي په ۱۸مه د دوشنبې په ورځ خپور شوی، چیمن حسینزاده او د هغې لور سارا یوسفي د مې میاشتې په ۸مه د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ په غلدوري کلي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په راپور کې راغلي چې چیمن حسینزاده شاوخوا شل کاله وړاندې له یوه افغان وګړي سره واده کړی و او له هماغه وخته راهیسې د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکې وه. نوموړې د سیمې د خلکو ترمنځ د «بي بي چمن ګل» په نوم پېژندل کېده او د قابلې په توګه یې کار کاوه.
د یوې سرچینې په وینا، چې د کردستان د بشري حقونو شبکې سره یې خبرې کړي دي، مفتي محمدالله غوښتل چې د دې کورنۍ له ۱۵ کلنې لور سارا یوسفي سره واده وکړي.
دغه سرچینه ادعا کوي چې مفتي محمدالله د مې په ۸مه د دې کورنۍ کور ته ورغلی او هڅه یې کړې چې سارا په زور له ځان سره یوسي. د ادعا له مخې، کله چې د سارا مور د دې کار پر وړاندې مقاومت کړی، پر دواړو ډزې شوي دي چې له امله یې مور او لور وژل شوي دي.
د کردستان د بشري حقونو شبکې همداراز راپور ورکړی چې له پېښې وروسته طالب ځواکونو تورن کس نیولی دی. خو تر اوسه د قضیې د څېړنې بهیر، د تحقیقاتو پایلو او یا هم د نیول شوي کس د وضعیت په اړه کوم جزییات نه دي خپاره شوي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د چیمن حسینزاده کورنۍ د مې په ۳۱مه د ایران په بوکان ښار کې له دې پېښې خبره شوې او دوه ورځې وروسته، د جون په ۲مه، یې د دغه ښار د کهریز سردار په کلي کې د هغوی غیابي جنازه ترسره کړې ده.
د دې راپور تر خپرېدو پورې، طالب چارواکو د دغو ادعاوو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، او د دې قضیې جزییات په خپلواکه توګه هم نه دي تایید شوي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د بشري حقونو بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د جبري ودونو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د بشري حقونو د سرغړونو د قضیو د څېړنې او عدلي تعقیب په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








