د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل د یوولسمې ناحیې ریاست، د یوې خبرتیا په خپرولو سره د هغو کورونو له مالکانو غوښتي چې شرعي قباله نه لري، د خپلو ملکیتونو د وضعیت د ارزونې لپاره دې یادې ادارې ته مراجعه وکړي. په دې خبرتیا کې د ارزونې د بهیر یا د احتمالي پایلو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
دغه اقدام د یو شمېر ښاریانو له غبرګونونو سره مخ شوی دی. د سیمهییزو سرچینو د راپورونو له مخې، وروسته له هغې چې ځینې مالکانو د ناحیې ریاست ته مراجعه کړې، د هغو کورونو لپاره چې شرعي قباله نه لري، میاشتنۍ کرایه ټاکل شوې ده.
د سرچینو په وینا، طالبانو تر اوسه د دې پرېکړې د جزیاتو، قانوني بنسټ، د کرایې د محاسبې طریقې او د ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه رسمي وضاحت نه دی خپور کړی. له همدې امله، د دې پرېکړې د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه لا هم پوښتنې او ابهامونه موجود دي.
تر اوسه دا هم نه ده روښانه شوې چې دا پرېکړه یوازې د کابل د یوولسمې ناحیې پر کورونو پورې محدوده ده، که په راتلونکي کې به د کابل په نورو ناحیو او د افغانستان په نورو سیمو کې هم عملي شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








