د هرات یو شمېر اوسېدونکو د افغانستان له ټولو وګړو غوښتي چې په دې ولایت کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو او ورسره د چلند پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او خپل د اعتراض غږ پورته کړي.
دغو کسانو په هغو پیغامونو کې چې رسنیو ته یې استولي، د کابل، مزارشریف او نورو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د هرات د خلکو ملاتړ وکړي او د روان وضعیت پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو په هرات کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لا سخت کړي دي، او د راپورونو له مخې لسګونه ښځې هم نیول شوي دي.
د دغو اقداماتو په غبرګون کې د هرات یو شمېر اوسېدونکو لاریونونه وکړل، خو دغه راټولېدنې د طالبانو د ځواکونو له سخت چلند سره مخ شوې.
عیني شاهدان وایي چې د هرات ښار فضا ډېره امنیتي شوې ده او د طالبانو ځواکونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او د خلکو تګ راتګ څاري.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د ځینو ټپي شویو لاریون کوونکو د پېژندلو او نیولو لپاره یو شمېر روغتونونو ته هم مراجعه کړې ده.
لاریون کوونکو په خپلو پیغامونو کې ټینګار کړی چې د نورو ولایتونو اوسېدونکي باید د دغو پېښو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هرات د ښځو او خلکو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








