د مقاومت جبهې اعلان کړی، چې د دغې جبهې دوه قومندانان، شمسالدین او قوماندان بابه، د هندوکش په غرونو کې د طالبانو په یوه ناڅاپي کمین کې وژل شوي دي.
دغې جبهې د شنبې ورځې ناوخته (د وږي ۷مه) په یوه اعلامیه کې د خپلو دوو قومندانانو وژل کېدل تایید کړي او د هغوی مړینه یې د هېواد د ازادۍ په لاره کې «لویه ضایعه» بللې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د بغلان د نهرین ولسوالۍ په چهارسايي او د خوست ولسوالۍ په فرغامبول سیمو کې یې د مقاومت جبهې څلور غړي وژلي دي. طالبانو په وژل شویو کسانو کې د شمسالدین او قوماندان بابه نومونه هم یاد کړي وو.
د مقاومت جبهې په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه دوه قومندانان په تېرو پنځو کلونو کې، په ځانګړې توګه د هندوکش په واورو پوښلو او سختو غرنیو سیمو کې، د طالبانو پر وړاندې په مبارزه بوخت وو.
د جبهې په وینا، دغو قومندانانو په دې موده کې د «ازادۍ مشعل» روښانه ساتلی او د ملت لپاره یې د مقاومت «سمبولونه» بلل شوي دي.
مقاومت جبهې د خپلو قومندانانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې، خو ټینګار یې کړی چې د هغوی وژل کېدل به د طالبانو پر وړاندې د دې جبهې د مبارزې هوډ لا پیاوړی کړي.
دغې جبهې ویلي، چې د شمسالدین او قوماندان بابه لاره به «په پوره مېړانې» تعقیبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اوونۍ د مقاومت جبهې یو بل مشهور قومندان، حسیب قوای مرکز، له خپلو درېیو ملګرو سره په سالنګ کې د یوه کمین پر مهال وژلی و.
په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالو مخالفو جبهو بریدونه او نښتې هم دوام لري. د وروستیو راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د مقاومت جبهې، د افغانستان د ازادۍ جبهې او متحدې جبهې په ګډون د طالبانو مخالفو ډلو په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۰ بریدونه ترسره کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








