TOOSnews
اعلان
د ایران د ویزې په صدور کې محدودیتونه؛په کابل کې د تور بازار له لارې د ویزې بیه تر ۲۰۰۰ ډالرو رسېدلې ده.
افغانستانټوس نیوز

د ایران د ویزې په صدور کې محدودیتونه؛په کابل کې د تور بازار له لارې د ویزې بیه تر ۲۰۰۰ ډالرو رسېدلې ده.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یو شمېر د ایران ویزې غوښتونکي په کابل کې د دې ویزې د تور بازار له پراخېدو شکایت کوي او وایي چې په وروستي یوه کال کې د ویزو د صادرولو په بهیر کې پراخ محدودیتونه د دې لامل شوي چې په غیررسمي بازار کې د ویزو د پېر او پلور کاروبار وده وکړي.

د دغو غوښتونکو په وینا، د ایران ویزې اوس تر ډېره د کمیشنکارانو او د ځینو سیاحتي شرکتونو له لارې چې د دوی په ادعا د ایران له سفارت سره نږدې اړیکې لري، د ډېرو لوړو لګښتونو په بدل کې متقاضیانو ته ورکول کېږي.

هغوی ادعا کوي چې د ځینو ویزو بیه په غیررسمي بازار کې له ۱۶۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي؛ داسې رقم چې ډېری غوښتونکي یې د ورکړې وس نه لري.

غوښتونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کار او درملنې ویزو ته لاسرسی هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی او د دې ډول ویزو ترلاسه کول د درنو لګښتونو ورکولو ته اړتیا لري.

د هغوی په باور، د دې وضعیت دوام ایران ته سفر د افغانستان د ډېرو هغو وګړو لپاره چې د کار، درملنې، زده کړو یا د کورنۍ د غړو د لیدو لپاره سفر غواړي، ستونزمن او ګران کړی دی.

دغه غوښتونکو له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د افغانستان د وګړو لپاره د ویزو د صادرولو رسمي، شفاف او د لاسرسي وړ بهیر بیا پیل کړي، څو د واسطه‌ګرو او کمیشنکارانو د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه او د ویزو د تور بازار پراختیا له منځه ولاړه شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.