رویټرز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې اسراییل او حزبالله د اوربند پر یوې نوې هوکړې سلا شوي دي، چې ټاکل شوې و چې د جمعې په ورځ د ځایي وخت له مخې د مازدیګر په څلورو بجو عملي شي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د حزبالله او اسراییل ترمنځ د اوربند وروستۍ هوکړه نهایی شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د امریکا او قطر منځګړو، د ایران په همکارۍ، د دې هوکړې په رامنځته کولو او د مذاکراتو د زمینې په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.
همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې د وروستیو نښتو وروسته دواړه لوري اوس د اوربند حالت ته داخل شوي، او د تاوتریخوالي د کمېدو تمه شته.
لیکوال:سعد سمیر








