د رویټرز خبري اژانس د یوې پاکستاني سرچینې له قوله راپور ورکړی چې اسلاماباد د ایران اسلامي جمهوریت اصلاح شوی وړاندیز له امریکا سره شریک کړی دی. دغې سرچینې د اختلافونو د حل لپاره د اړتیا وړ وخت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «موږ ډېر وخت نه لرو. دواړه هېوادونه پرلهپسې خپلې سره کرښې بدلوي.»
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر Donald Trump په خپلې ټولنیزې شبکې «تروث سوشیال» کې خبرداری ورکړی و چې «وخت په چټکۍ سره د ایران پر ضد روان دی» او زیاته کړې یې وه که تهران سمدستي اقدام ونه کړي، «نور به ورته هېڅ هم پاتې نه شي.»
هممهاله، امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې چې ټرامپ د خپل امنیتي ټیم او کابینې له غړو سره د سپینې ماڼۍ په «وضعیت خونې» کې غونډه وکړي.
د سپینې ماڼۍ وضعیت خونه معمولاً د حساسو امنیتي حالاتو، د بحرانونو د مدیریت، پوځي عملیاتو او یا هم د ملي امنیت اړوند مهمو پرېکړو پر مهال کارول کېږي.
ابوالفضل شکارچي، د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز ویاند، د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، که د ټرمپ ګواښونه عملي شي، امریکا به «له نوو، تهاجمي او ناڅاپي سناریوګانو سره مخ شي او په خپل جوړ کړي ډنډ کې به ډوبه شي.»
لیکواله:سلیمه آریایی








