TOOSnews
اعلان
رضا پهلوي: د ايران د رژيم د بقا هره هوكړه ستراتيريكه تېروتنه ده.
نړۍټوس نیوز

رضا پهلوي: د ايران د رژيم د بقا هره هوكړه ستراتيريكه تېروتنه ده.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړي رضا شاه پهلوي په لندن کې د بریټانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې له غړو سره تر لیدنې وروسته ویلي، هره هغه هوکړه چې د ایران د اوسني رژیم د بقا او ژغورنې لامل شي، یوه ستراتیژیکه تېروتنه ده او د ایران خلک به یې ونه مني.

پهلوي د لندن سفر ته په اشارې سره پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د بریټانیا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له مشرې امیلي تورنبري او د کمېټې له یو شمېر نورو غړو سره یې د ایران د کورني وضعیت، د خلکو د ځپنې او د دې اړتیا په اړه خبرې کړي دي چې د بریټانیا د ایران اړوند سیاستونو کې د ایران د خلکو غوښتنو او ګټو ته مرکزي ځای ورکړل شي.

هغه ویلي، له هغه رژیم سره معامله چې د ده په وینا په وروستیو اعتراضونو کې یې تر ۴۰ زرو ډېر ایرانیان وژلي، نه یوازې له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه ده، بلکې له ستراتیژیک پلوه هم یوه لویه تېروتنه ده.

رضا پهلوي ټینګار کړی چې هره هغه هوکړه چې د ایران د اوسني رژیم یا د هغه د پاتې شونو د ساتنې لامل شي، له ناکامۍ سره مخ ده او د ایران خلک به یې ونه مني.

نوموړي زیاته کړې چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ یا له هغې پرته، د ایران خلک به دا رژیم نسکور کړي او ایران ته به ازادي بېرته راولي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.