سرچینې وایي چې په هرات کې د ښځو د حقونو فعاله، رویا محمدي، چې د «رویا هراتي» په نوم هم پېژندل کېږي، د یکشنبې په سهار د طالبانو له خوا نیول شوې ده.
د سرچینو په وینا، رویا محمدي له نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوې او تر اوسه د هغې د ساتنې د ځای او روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نشته.
سرچینې زیاتوي چې رویا محمدي تر دې مخکې هم یو ځل د طالبانو له خوا نیول شوې وه او له هغې غوښتل شوي وو چې د ښځو د حقونو په برخه کې خپل فعالیتونه ودروي.
رویا محمدي په هرات کې د ښځو د حقونو له فعالانو څخه وه او په تېرو کلونو کې یې د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې فعالیتونه کړي دي.
تر اوسه د هغې د نیول کېدو د دقیق دلیل، د ساتنې د ځای او اوسني وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
طالبانو هم تر اوسه د رویا محمدي د نیول کېدو او د هغې د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








