دیمیټری مدودف اعلان کړی چې مسکو هیڅ معلومات نلري چې ښیي ایران د هستهای وسلو ترلاسه کولو هڅه کوي. هغه دغه موضوع د روسیې د وروستیو دریځونو په چوکاټ کې مطرح کړې ده.
مدودف همدارنګه ویلي چې د روسیې اړیکې له ډونالډ ټرمپ سره عملي دي او هغه دغه ډول تعامل مثبت ارزوي. د هغه په وینا، داسې یوه رویه کولی شي په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي کمولو کې مرسته وکړي.
هغه په بل ځای کې د روسیې او اروپا د اړیکو وضعیت “ډیر بحراني” توصیف کړی او ادعا یې کړې چې ځینې لویدیځ هېوادونه مستقیم په جګړه کې د روسیې سره رول لري. دغه څرګندونې د مسکو او لویدیځ ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي په وام کې مطرح شوي دي.
مدودف همدارنګه د اروپا د اتحادیې رهبري په تصمیم نیولو او لنډمهاله پالیسۍ اتخاذولو کې ناکامه بللې ده او ویلي یې دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د بېاعتمادۍ کچه حتی د جګړې وروسته به هم لوړه پاتې شي.
هغه په دوام کې خبرداری ورکړی چې د هستهای سناریوګانو پېښېدل لا هم شته او د روسیې پرمختللې وسلې پېژندنې په اړه یې خبرې کړي چې په اړه یې عمومي معلومات نه دي خپاره شوي.
په پای کې، دغه روسي مقام ټینګار کړی چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ اوسنی وضعیت د وروستیو کلونو یوه له پیچلو سیاسي دورو څخه ګڼل کيږي او لا هم له جدي تاوتریخوالي سره مخ دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








