TOOSnews
اعلان
د روسیې په بریدونو کې د اوکراین په پلازمېنه کې ۳۷ کسان وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

د روسیې په بریدونو کې د اوکراین په پلازمېنه کې ۳۷ کسان وژل شوي.

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

رسنۍ وایي چې د اوکراین پر پلازمېنې کېیف د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه بریدونه تېره شپه د «مایلا» سیمې پر یوه ګودام او د کېیف ښار پر نورو برخو شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د «مایلا» پر یوه ګودام برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر په وینا، برید د اورلګېدنې او دویم ځل چاودنې لامل شوی او د سیمې شاوخوا زېربناوو ته یې هم د پام وړ زیان رسولی دی.

هغه د کورونو او استوګنیزو سیمو ترڅنګ د مهماتو پر لېږدولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه چارواکي به مجازات شي چې په دې برخه کې یې غفلت کړی دی.

زلنسکي همداراز ویلي چې د شپې په اوږدو کې د روسیې بریدونه پر اوکراین روان وو او د اودیسې، دنیپرو، کېیف، زاپوریژیا، سومي، خرسون، خارکیف، میکولایف، دونیڅک او چرنیهیف سیمې په نښه شوې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د اوکراین د پلازمېنې په نورو برخو د روسیې په بریدونو کې هم یو شمېر کسان وژل شوي، چې په وژل شویو کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ هم شاملې دي.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې، روسیې د پرله‌پسې درېیمې شپې لپاره د اوکراین پلازمېنه کېیف د ګڼو بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړې او داسې ښکاري چې پر دغه ښار یې د بریدونو نوی کمپاین پیل کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.