TOOSnews
اعلان
يو روسي درمل جوړونکی شرکت افغانستان ته د درملو صادرات پيلوي.
اقتصاديټوس نیوز

يو روسي درمل جوړونکی شرکت افغانستان ته د درملو صادرات پيلوي.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

له هغې وروسته چې طالبانو له پاکستانه د درملو او طبي تجهیزاتو واردات منع کړل، د روسیې یوې لویې درمل جوړونکې کمپنۍ اعلان کړی چې افغانستان ته به د درملو صادرات پیل کړي.

د روسیې د «اینټرفاکس» خبري اژانس د راپور له مخې، د «فارماسینتز» درمل جوړونکې کمپنۍ پلان لري چې خپل لومړنۍ صادراتي جوپه په راتلونکو دوو میاشتو کې، د اوړي په منځنیو میاشتو کې، افغانستان ته ولېږي.

د دغې کمپنۍ د سوداګریزو چارو مرستیال نیکیتا پونیا ویلي چې په سیمه کې د روسي درملو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده او افغانستان ته د صادراتو پیل د سیمه‌ییزو بازارونو د پراخولو لپاره د شرکت د پروګرام یوه برخه ده.

هغه زیاته کړې چې افغانستان ته د درملو د صادراتو بهیر به له طالبانو سره د شوي توافق پر بنسټ ترسره کېږي او دواړه لوري په دې برخه کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

طالبانو هم مخکې ویلي وو چې حمدالله زاهد د مې میاشتې په لومړیو کې مسکو ته د خپل سفر پر مهال د فارماسینتز کمپنۍ له چارواکو سره لیدلي او د درملو په برخه کې یې د ګډو همکاریو او پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې کوم ډول درمل به د دې شرکت له خوا افغانستان ته صادرېږي. خو فارماسینتز په روسیه کې د نري رنځ (توبرکلوز)، سرطان، اچ‌آی‌وي ضد درملو، انټي‌بیوټیکونو او نورو تخصصي درملو له پېژندل شوو تولیدوونکو څخه شمېرل کېږي.

دغه شرکت شاوخوا ۳۰۰ ډوله درمل او ۸۰ ډوله درملیز مواد تولیدوي او د کلني تولید کچه یې له ۱۰۰ میلیونو څخه د زیاتو درملو بستو ته رسېږي. د فارماسینتز محصولات د روسیې د کورني بازار ترڅنګ آذربایجان، ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، مغولستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته هم صادریږي.

طالبانو د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم په ۲۱مه له پاکستانه د درملو او طبي وسایلو د وارداتو د منع فرمان صادر کړی و، او دا پرېکړه د هماغه کال د سلواغې له ۲۰مې نافذه شوه. د دې فرمان له عملي کېدو وروسته، طالب چارواکو له سوداګرو وغوښتل چې د درملو د برابرولو لپاره بدیلې سرچینې پیدا کړي.

سره له دې هڅو، پاکستان د دې بندیز له پلي کېدو وړاندې د افغانستان د اړتیا وړ درملو له ۷۰ سلنې څخه ډېر تأمینول. تر اوسه د دې لوی حجم وارداتو لپاره بشپړ بدیل نه دی موندل شوی. له همدې امله د افغانستان په ډېرو سیمو کې د درملو بیې او د روغتیايي خدمتونو لګښتونه د پام وړ لوړ شوي دي.

راپورونه ښيي چې له روسیې څخه د درملو د صادراتو پیل کولای شي د افغانستان د بازار د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي، خو لا هم روښانه نه ده چې دا واردات به تر کومې کچې د هېواد د درملو موجوده کمښت جبران کړای شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.