د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، د ننګرهار د ډاکټرې ګلالۍ د مړینې په اړه وروستیو بحثونو ته په اشارې سره ویلي چې یاده پېښه د ځان وژنې له مواردو څخه ده.
نوموړي په یوه لیکنه کې، پرته له دې چې پر طالبانو د لګېدلو تورونو او د خلکو پوښتنو ته مستقیم ځواب ورکړي، ویلي چې د ځان وژنې پېښې پخوا د ناپوهۍ او بېعلمۍ له پدیدو سره تړل کېدې، خو اوس داسې کسان هم دې کار ته مخه کوي چې لوړې زده کړې او ټولنیز پوهاوی لري.
د هغه په وینا، د دې ډول پېښو تر شا کورني او ټولنیز عوامل مهم رول لري. سیف الاسلام خیبر ادعا کړې چې ناوړه دودونه، جبري پرېکړې، کورنی فشار او انزوا د دې لامل کېږي چې ځینې کسان خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
هغه همداراز د پرمختللو هېوادونو بېلګې وړاندې کړې او ویې ویل چې هلته هم د مشهورو او شتمنو کسانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې لیدل کېږي، خو د یوه دیني ټولنې په چوکاټ کې د لوستو کسانو له خوا د داسې اقدام ترسره کېدل د اندېښنې وړ موضوع ده.
بل لور ته، د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ ځايي سرچینې او هغه غږیز پیغامونه چې ویل کېږي د ډاکټرې ګلالۍ له لوري ثبت شوي، ښيي چې نوموړې د یوه ځايي طالب قومندان له لوري له فشارونو او ځورونو سره مخ وه. د همدې ادعاوو پر بنسټ، ګڼ شمېر خلک او د ټولنیزو شبکو کاروونکي دا پېښه ځان وژنه نه، بلکې قصدي قتل بولي او ادعا کوي چې د پېښې د اصلي لاملونو د پټولو هڅې روانې دي.
تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو له لوري کومه خپلواکه او تفصیلي څېړنیزه پایله نه ده خپره شوې.
لیکوال:سعید سمیر








