د سعودي عربستان د احصایې عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د دې هېواد د هوايي ډګرونو له لارې د مسافرو شمېر د ۹.۶ سلنې په زیاتوالي سره ۱۴۰.۹ میلیونو کسانو ته رسېدلی دی.
د دغو شمېرو له مخې، ۷۵.۸ میلیونه مسافر په نړیوالو الوتنو پورې تړاو لري، چې د تېر کال په پرتله ۹.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه، د کورنیو الوتنو د مسافرو شمېر ۶۵.۱ میلیونو کسانو ته رسېدلی، چې ۹.۸ سلنه وده څرګندوي. «عرب نیوز»ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا وده د سعودي عربستان د «۲۰۳۰ لید» پروګرام په چوکاټ کې رامنځته شوې ده؛ هغه پروګرام چې موخه یې د هوايي ډګرونو پراختیا، د هوايي شرکتونو پراخول او د الوتنو د لارو زیاتولو له لارې د سعودي عربستان بدلول په یوه نړیوال هوايي او ګرځندویز مرکز ده.
سعودي عربستان تر دې مخکې د کال ۱۰۰ میلیونه ګرځندویانو د جذب لومړنی هدف پوره کړی او اوس یې د ۲۰۳۰ کال لپاره نوی هدف ۱۵۰ میلیونه ګرځندویان ټاکلی دی.
خو سره له دې، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د سعودي د هوايي چلند د صنعت د ودې بهیر د سیمې د کړکېچونو او شخړو تر اغېز لاندې هم راغلی و. د ایران د اسلامي جمهوریت د بریدونو او د منځني ختیځ د هوايي حریم د ځینو برخو د تړل کېدو له امله ځینې الوتنې لغوه شوې.
له دې وضعیت سره سره، د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د دې هېواد هوايي ډګرونو یوازې د فبرورۍ له ۱۸مې څخه د مارچ تر ۲۸مې پورې تر ۱۲.۱ میلیونو زیاتو مسافرو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.
د سعودي عربستان د احصایې عمومي ادارې په وروستي راپور کې، د ملک عبدالعزیز نړیوال هوايي ډګر د ۵۳.۵ میلیونه مسافرو په ثبتولو سره د هېواد تر ټولو بوخت هوايي ډګر بلل شوی دی. دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
تر دې وروسته، په ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د ۴۰.۸ میلیونه مسافرو په لرلو سره دویم مقام خپل کړی، چې ۸.۷ سلنه وده یې ثبت کړې ده. همدارنګه، د دمام ملک فهد نړیوال هوايي ډګر د ۱۳.۷ میلیونه مسافرو په لېږدولو سره ۷ سلنه زیاتوالی راپور کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








