TOOSnews
اعلان
په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې یو لوړپوړی چارواکی د واده نه بهر د اړيکې په تور نیول شوی.
افغانستانټوس نیوز

په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې یو لوړپوړی چارواکی د واده نه بهر د اړيکې په تور نیول شوی.

۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې، باوري سرچینو ویلي چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د شکایتونو د اورېدو آمریت د تحلیل او ارزونې مسوول، مولوي بایزید یون، له واده بهر د جنسي اړیکې په تور نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو هغه د روانې اوونۍ په ترڅ کې د هرات ښار ته څېرمه په یوه باغ کې نیولی دی.

د بایزید یون د نیول کېدو ترڅنګ، د هغه څلور نږدې کسان هم په هماغه ځای کې نیول شوي دي. سرچینو همداراز ویلي چې یوه ښځه هم له دغو کسانو سره یوځای د طالبانو له خوا نیول شوې ده.

د سرچینو په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیه د څېړنې لپاره د طالبانو محکمو ته سپارل شوې ده. خو تر اوسه څرګنده نه ده چې تورنو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه منلي دي که نه.

بایزید یون تر دې مخکې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د شکایتونو د اورېدو د آمریت په توګه دنده ترسره کوله او وروسته د دې ادارې د شکایتونو د تحلیل او ارزونې د عمومي مسوول په توګه وټاکل شو. هغه مخکې ویلي وو چې د ده تر مدیریت لاندې ادارې په یوه میاشت کې ۵۵ جنایي، حقوقي او د واک له ناوړه استفادې سره تړلي شکایتونه څېړلي دي.

سرچینې وايي، بایزید یون په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له تر ټولو ځوانو آمرینو څخه و او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپل پلار د نفوذ له امله دې ادارې ته ور داخل شو.

هغه د کندهار اوسېدونکی دی او تر دې مخکې یې د طالبانو په ملاتړ او همداراز د فقهي مسایلو په اړه مقالې په پښتو، فارسي او اردو ژبو خپرې کړې وې.

سرچینو همداراز ویلي چې طالبان په هرات کې هڅه کوي د بایزید یون د نیول کېدو خبر له رسنیو څخه پټ وساتي. د دوی په وینا، دغه ډله اندېښنه لري چې د یوې داسې ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي د نیول کېدو خبر به پراخ انعکاس ومومي چې په وروستیو میاشتو کې یې لسګونه ښځې د طالبانو له خوا د منظور شوي حجاب نه مراعتولو په تور نیولې دي.

لیکواله:سلیمه آریایی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.