TOOSnews
اعلان
شهرزاد اكبر: نړيوال مشروعيت د ښځو او نجونو د حقونو له تأمين پرته ناشونى دى.
افغانستانټوس نیوز

شهرزاد اكبر: نړيوال مشروعيت د ښځو او نجونو د حقونو له تأمين پرته ناشونى دى.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې او د بشري حقونو فعالې شهرزاد اکبر ویلي، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید لومړی د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه او انساني کرامت بېرته ور وګرځوي.

هغې په یوه تازه څرګندونه کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید طالبانو ته روښانه پیغام ورکړي چې مشروعیت د امتیاز په توګه نه ورکول کېږي، بلکې د خلکو د بنسټیزو حقونو د رعایت له لارې ترلاسه کېږي.

شهرزاد اکبر ویلي: «که طالبان مشروعیت غواړي، باید هغه ترلاسه کړي، او دا بهیر باید د افغان ښځو او نجونو د تر ټولو بنسټیزو حقونو او انساني کرامت له بېرته اعادې پیل شي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو لا هم پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او یو شمېر نورو اساسي حقونو محدودیتونه پر خپل ځای پاتې دي.

طالبانو تر اوسه د دغو محدودیتونو د لرې کولو لپاره کومه عملي پرېکړه نه ده اعلان کړې. دا تګلارې د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له دوامدارو نیوکو سره مخ دي.

د بشري حقونو مدافعین وایي، د ښځو او نجونو د حقونو تأمین د افغانستان د نړیوال تعامل او د هر ډول نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یو اساسي شرط ګڼل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.