د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې، شهرزاد اکبر ویلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د عادي کولو هڅې د دغې ډلې د ښځو ضد پالیسیو د منلو په مانا دي.
نوموړې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغان ښځې او نجونې دا مهال په بېلابېلو جبهو کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. د هغې په وینا، د دې مبارزې یوه مهمه جبهه د هغو اروپايي حکومتونو پر وړاندې ده چې ځانونه د بشري حقونو او د ښځو د وقار مدافعین بولي، خو په عمل کې د طالبانو د عادي کولو سیاست تعقیبوي.
شهرزاد اکبر خبرداری ورکړی چې د طالبانو د چلند او پالیسیو تدریجي منل به د افغان ښځو پر ژوند او راتلونکي ناوړه اغېزې ولري. هغې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له اروپايي هېوادونو، غوښتي چې د افغان ښځو حقونو او غوښتنو ته جدي پام وکړي او د طالبانو د عادي کولو له هڅو ډډه وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








