په کابل کې، د جاپان د «اېنټيوي» رسنۍ خبریال، شکېب احمد نظري، له ۱۳ میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندان څخه خوشې شو.
د نظري یوه ملګري تایید کړې چې دغه خبریال (سېشنبه، د وږي ۱۰مه) د بګرام له زندان څخه خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې کارکوونکو شکېباحمد نظری د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري په ۲مه له کابله نیولی و.
طالبانو هغه له یوې بهرنۍ رسنۍ سره پر همکارۍ او د «نظام پر ضد تبلیغ» تورن کړی و او د هغه اجباري اعترافات یې هم خپاره کړي وو.
هغه لومړی د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له زندانه د دې ډلې د استخباراتو زندان ته او وروسته د بګرام زندان ته انتقال شوی و.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې څو ځله خبریالان نیولي او زنداني کړي دي.
دې ډلې د رسنیو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او د څو رسنیو دفترونه یې هم تړلي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








