TOOSnews
اعلان
د شانكهاى سازمان غونډه په بيشكک كې د طالبانو له استازي پرته پيل شوه.
نړۍټوس نیوز

د شانكهاى سازمان غونډه په بيشكک كې د طالبانو له استازي پرته پيل شوه.

۱۰ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه د دوشنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې پیل شوه؛ خو طالبانو ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

په غونډه کې د غړو هېوادونو مشران، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند لومړی وزیر نرندرا مودي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ګډون لري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د غونډې له ګډونوالو څخه دي.

تمه ده چې د غونډې په بحثونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت، د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د نشه‌يي توکو قاچاق هم شامل وي. د شانګهای سازمان غړي، په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډي هېوادونه، په دغه هېواد کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه د سیمې لپاره امنیتي ګواښ بولي.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه وضعیت لري، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه سازمان په کلنیو سرمشریزو کې د افغانستان استازي ګډون نه دی کړی.

د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو هم د چنګاښ په ۲۴مه په خپله غونډه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت بحث کړی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له افغانستان څخه راولاړېدونکې ترهګري د خپل هېواد تر ټولو جدي امنیتي ننګونه بللې وه، په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یوه باثباته او له ترهګرۍ پاک افغانستان پر اړتیا ټینګار کړی و.

د شانګهای سازمان د مشرانو اصلي ناسته به سبا، سې‌شنبه ترسره شي. تمه ده د سرمشریزې په پای کې د سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د «بیشکک اعلامیه» تصویب او د سازمان دوره‌يي ریاست له قرغزستان څخه پاکستان ته وسپارل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.