TOOSnews
اعلان
شهباز شریف د ۱۴ نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې له امله د پاکستان د روغتیا فدرالي سکرتر له دندې ګوښه کړ.
نړۍټوس نیوز

شهباز شریف د ۱۴ نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې له امله د پاکستان د روغتیا فدرالي سکرتر له دندې ګوښه کړ.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، په اسلام‌اباد کې د یوه روغتون د زېږنتون په څانګه کې د اورلګېدنې له امله د لږ تر لږه ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو له مړینې وروسته، د روغتیا فدرالي منشي اسلم غوري او د دې برخې یو بل لوړپوړی چارواکی له دندو ګوښه او معطل کړي دي.

شریف همداراز امر کړی چې د پېښې په اړه دې سمدستي څېړنه وشي او له هغو کسانو سره دې قانوني چلند وشي چې په پېښه کې یې د مسؤلیت یا غفلت ثبوت وموندل شي. د پاکستان لومړي وزیر د «ژورې خواشینۍ» په څرګندولو سره د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د دې اورلګېدنې وروسته، د پاکستان یو شمېر سناتورانو هم په روغتونونو کې د خوندیتوب د تدابیرو د سمدستي پیاوړتیا غوښتنه کړې ده. د سنا لوړپوړو چارواکو د خوندیتوب او اور وژنې سیستمونو پر نوي کولو، د دغو وسایلو پر منظمې ارزونې او د پېښې د لامل او څرنګوالي په اړه د یوې «هر اړخیزې او رڼې» څېړنې پر ترسره کولو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفی کمال ویلي، د اورلګېدنې پر مهال ماشومان یا په انکوبېټرونو کې وو او یا د اکسیجن له وسایلو سره تړل شوي وو. د هغه په وینا، د نوي زېږېدلو ماشومانو په څانګه کې موجودو شرایطو د ژغورنې چارې لا ستونزمنې کړې دي.

د پېښې د روغتون ویاند بي‌بي‌سي اردو ته ویلي چې اور د مور او ماشومانو په څانګه کې له یوه ایرکنډیشنر څخه پیل شوی او د اکسیجن د نښلونکو د موجودیت له امله په چټکۍ خپور شوی دی. د روغتون چارواکو تر اوسه د اورلګېدنې د اصلي لامل په اړه وروستي جزیات نه دي اعلان کړي.

د روغتون ویاند بي‌بي‌سي ته ویلي چې د اورلګېدنې پر مهال د روغتون په درېیم پوړ کې ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان بستر وو او یوازې یو ماشوم له پېښې ژغورل شوی دی. هغه پاکستانۍ رسنۍ ډان نیوز ته هم ویلي چې ژغورل شوی ماشوم یوه ډاکټر له اورلګېدنې له ځایه راویستلی دی.

د عیني شاهدانو په وینا، د اورلګېدنې پر مهال په روغتون کې ګډوډ حالت رامنځته شوی او د روغتون په څانګو کې ګڼ لوګي خپاره شوي وو. ځینو شاهدانو د ژغورونکو ځواکونو د رسېدو د ځنډ په اړه هم نیوکه کړې او د پېښې پر وړاندې د بېړنیو ځواکونو د غبرګون د څرنګوالي د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د اورلګېدنې د لامل او د اړوندو کسانو او ادارو د احتمالي مسؤلیت په اړه څېړنې روانې دي. تمه ده چې د دغو څېړنو پایله څرګنده کړي چې ایا د روغتون د خوندیتوب په سیستمونو کې غفلت یا نیمګړتیا د اورلګېدنې او د هغې د پراخېدو په رامنځته کېدو کې رول درلود که نه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.