د بنګلهدېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې، شیخ حسینې، اعلان کړی چې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې به خپل هېواد ته ستنه شي او د محاکمې لپاره به ځان حکومتي چارواکو ته وسپاري.
هغې په یوه غږیز پیغام کې همداراز غوښتنه کړې چې پر خپل ګوند، «عوامي لیګ»، لګول شوی بندیز دې لرې کړل شي. د ۷۸ کلنې حسینې په وینا، د بېرته ستنېدو کره نېټه به په مناسب وخت کې اعلان کړي او له هغو دوسیو وېره نه لري چې نوموړې یې «جعلي» بولي.
شیخ حسینه نږدې دوه کاله وړاندې، د پراخو ولسي اعتراضونو او سیاسي کړکېچ له زیاتېدو وروسته، له بنګلهدېش څخه وتښتېده. اوس یې د بېرته ستنېدو او محاکمې ته د حاضرېدو اعلان د دغه هېواد په سیاسي ډګر کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








