په داسې حال کې چې افغانستان د نفوس د زیاتوالي او د میلیونونو کډوالو د بېرته راستنېدو له امله د روغتیايي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دی، د ښځو پر طبي او قابلهګۍ زده کړو لګېدلو بندیزونو د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د زیاتېدو په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
د افغانستان په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښځې لا هم په کورونو کې او د قابلو یا لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو له شتون پرته زېږون کوي؛ داسې وضعیت چې قابله کریمه محمدي هره ورځ ورسره مخامخ کېږي او له نږدې یې تجربه کوي.
کریمه محمدي قابله ده او د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده. نوموړې او همکاران یې د شکیبان په نوم یوه کلي کې هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۴۰ ماشومان نړۍ ته راولي. خو هغې خپله هم د قابلې له شتون پرته د سخت زېږون تجربه لرلې، چې نږدې دوه شپې او ورځې یې دوام کړی و.
هغه وایي چې همدې شخصي تجربې د قابلهګۍ له مسلک ته لیواله کړه، او د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال یې په دې برخه کې زده کړې وکړې او خپله مسلکي دنده یې پیل کړه.
د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال افغانستان د ښځینه ډاکټرانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ و، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته او د سیاسي نظام له بدلون سره ګڼ شمېر ښځو وکولای شول د قابلهګۍ په برخه کې زده کړې وکړي، او په تدریج سره په هېواد کې د قابلو شمېر زیات شو.
کریمه محمدي د خپل ورځني کار په اړه وایي چې د امیندوارۍ د دورې معاینات، لکه د وینې فشار، وزن او د میندو عمومي وضعیت ارزول ترسره کوي او هغوی د زېږون لپاره چمتو کوي. هغه زیاتوي چې د زېږون پر مهال له میندو سره مرسته کول او د ماشومانو ژغورل ورته ارزښتناکې تجربې دي.
په وروستیو کلونو کې، او د ښځو پر زده کړو د بندیزونو له بېرته لګېدو سره، راپورونه ښيي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول کلیوالي سیمو کې، یو ځل بیا د قابلو کمښت زیات شوی؛ هغه موضوع چې لامل شوې ځینې امیندواره ښځې لا هم د متخصصینو له څارنې پرته زېږون وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې هر ساعت یوه مور د امیندوارۍ او زېږون له هغو ستونزو مري چې د مخنیوي وړ دي. دغه سازمان د میندو د مړینې کچه په هر ۱۰۰ زره ژوندیو زېږونونو کې ۵۲۱ پېښې ښودلي دي.
د دې سازمان په راپور کې راغلي چې د وینې لوړ فشار، شدیدې وینې بهېدنې او سخت زېږونونه د میندو د مړینې له مهمو لاملونو څخه دي، او د دغو ډېرو پېښو مخه د مناسبو روغتیايي خدمتونو په برابرېدو نیول کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د ځینو راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا له ۸ تر ۹ زره قابلو فعالیت کوي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زیاتوالی کولی شي د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








