د بریټانیا حکومت د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني او د دې شبکې د بنسټګر او پخواني مشر جلالالدین حقاني اړوند معلومات د افغانستان په اړه د تحریمونو په لېست کې تازه کړي دي. لندن ټینګار کړی چې دا اقدام په دې معنا نه دی چې پر دغو دوو کسانو لګېدلي تحریمونه لغوه شوي دي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو، مشترکالمنافع او پراختیا وزارت د پنجشنبې په ورځ، د وږي په ۵مه، د افغانستان د تحریمونو په لېست کې د سراجالدین او جلالالدین حقاني د پېژندنې معلومات اصلاح او خپاره کړل. دغه وزارت ویلي چې پر هغوی لګېدلي محدودیتونه لا هم خپل پر ځای دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، وروستی تازهوالی یوازې د دغو دوو کسانو د پېژندنې د معلوماتو د اصلاح او بشپړولو په موخه ترسره شوی دی. په دغو معلوماتو کې قومیت، د زېږون ځای او نېټه، قد، د پاسپورټ شمېره او د فعالیتونو مخینه شامل دي.
بریټانیا ویلي چې سراجالدین حقاني او جلالالدین حقاني لا هم د شتمنیو د کنګل کېدو او د سفر له بندیز سره مخ دي. دغه محدودیتونه د بریټانیا د افغانستان د تحریمونو د مقرراتو له مخې لګېدلي چې په ۲۰۲۰ کال کې وضع شوي دي.
سراجالدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر، د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر له ۱۳مې راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو پر بنسټ د دې سازمان د تحریمونو په لېست کې شامل دی. هغه د ملګرو ملتونو تر څنګ د بریټانیا په تحریمي لېست کې هم شامل دی.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت د سراجالدین حقاني په پېژندپاڼه کې لیکلي چې نوموړي د ۲۰۱۲ کال له وروستیو راهیسې د حقاني شبکې مشري او د دې ډلې د وسلهوالو فعالیتونو لارښوونه پر غاړه اخیستې ده. دغه وزارت هغه د حقاني شبکې او طالبانو له لوړپوړو څېرو څخه بللی دی.
جلالالدین حقاني، د حقاني شبکې بنسټګر او د سراجالدین حقاني پلار، هم لا هم د بریټانیا په تحریمي لېست کې شامل دی. د هغه په پېژندپاڼه کې د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې د هغه د مړینې په اړه راپورونو ته اشاره شوې او نوموړی د طالبانو له پخوانیو مشرانو څخه بلل شوی دی.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې جلالالدین حقاني تر ډېره د افغانستان په سرحدي سیمو کې وسلهوال فعالیتونه ترسره کول. حقاني شبکه په تېرو کلونو کې د طالبانو په پوځي جوړښت کې یوه مهمه ډله وه او په افغانستان کې یې په وسلهوالو بریدونو کې رول درلود.
بریټانیا ویلي چې د دغو تحریمونو موخه پر هغو کسانو محدودیتونه لګول دي چې په تاوتریخوالي کې لاس لري، د وسلو په برابرولو او د جنګیالیو په جذب کې ونډه اخلي، یا د هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې د لندن په وینا، د افغانستان سوله او ثبات ګواښي.
د بریټانیا دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري په ۹مه د طالبانو د پنځو لوړپوړو چارواکو هویتي معلومات په خپل تحریمي لېست کې تازه کړي وو. سراجالدین حقاني او د طالبانو څو نور لوړپوړي چارواکي د هغو کسانو له ډلې وو چې معلومات یې اصلاح شول.
لیکواله:سلیمه آریایي








