TOOSnews
اعلان
سراج‌الدین حقاني: د افغانستان د نن ورځې اړتیا یوازې امنیت نه دی، باید د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وشي.
افغانستانټوس نیوز

سراج‌الدین حقاني: د افغانستان د نن ورځې اړتیا یوازې امنیت نه دی، باید د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی وشي.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سراج‌الدین حقاني: د افغانستان د نن ورځې اړتیا یوازې امنیت نه دی.

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت مراسم، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني په ګډون، د افغانستان د دفاع وزارت له خوا جوړ شول.

سراج‌الدین حقاني په دغو مراسمو کې د هېواد د اوسني وضعیت او د افغانانو د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د نن ورځې اړتیاوې یوازې د امنیت تر تأمین پورې محدودې نه دي.

هغه وویل، افغانان د امنیت ترڅنګ د اقتصاد پیاوړتیا، د زده‌کړو پراختیا، د کاري فرصتونو رامنځته کېدل او د کرنې او روغتیايي برخو پرمختګ غواړي، او د خلکو د ژوند د وضعیت د ښه والي لپاره دغو برخو ته پاملرنه اړینه ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست همداراز د افغانستان د تولیدمحوره اقتصاد پر لور د حرکت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره باید د هېواد د زېربنايي او بنسټیزو برخو پیاوړتیا ته جدي پاملرنه وشي.

سراج‌الدین حقاني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: «باید د ملت مشروع غوښتنې ومنو او یوازې خپل نظر او سلیقه پر هغوی تحمیل نه کړو.»

هغه زیاته کړه چې د خلکو مشروع غوښتنو ته درناوی، د بنسټیزو خدمتونو پراختیا او د اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا له هغو عواملو څخه دي چې کولی شي د افغانستان د پرمختګ زمینه برابره کړي او هېواد د ځان‌بساینې او پراختیا پر لور بوځي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.