د سعودي عربستان د النصر فوټبال کلب د خپل پرتګالي ستوري، کریستیانو رونالډو، د بېرته راستنېدو په شپه د الریاض فوټبال کلب پر وړاندې په لوړو ګولونو بریا خپله کړه.
دا لوبه تېره شپه، د جمعې په ورځ، د زمري ۳۰مه، ترسره شوه او النصر د ۴-۰ په پایلې سره بریالی شو. رونالډو په دې لوبه کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه او میدان ته یې خپل بېرته راستنېدل په ګول وهلو ولمانځل.
۴۱ کلن رونالډو د سعودي عربستان د فوټبال لیګ د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ فصل په خپله لومړۍ لوبه کې د ګول په وهلو سره د خپل مسلکي فوټبال په ۲۵ پرلهپسې فصلونو کې د ګول وهلو ریکارډ ثبت کړ.
دغه پرتګالي بریدګر په دې لوبه کې د ګول په وهلو سره په سعودي لیګ کې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰۳ ته ورساوه او په دې سیالۍ کې د تاریخ تر ټولو ډېر ګول وهونکي لوبغاړي سره یې واټن یوازې یوه ګول ته راکم کړ.
رونالډو چې لا هم د نړۍ د فوټبال له مشهورو څېرو څخه ګڼل کېږي، د سعودي لیګ نوی فصل یې په ګول وهلو سره پیل کړ او هڅه کوي چې د ګول وهلو بهیر ته دوام ورکړي او په دې سیالۍ کې خپل د ګولونو شمېر لا زیات کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








