دمشق د جمعې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې له پاریس سره یوځای چمتووالی ښودلی چې د کیمیاوي وسلو په کارولو کې د معافیت له جرم څخه د مبارزې له نړیوال ائتلاف سره یوځای شي. دا پرېکړه د ۲۰۱۳ کال د اګست د ۲۱مې د ختیځې غوطې د کیمیاوي برید د دیارلسمې کلیزې په مناسبت اعلان شوې ده. ختیځه غوطه د دمشق په ختیځو څنډو کې موقعیت لري.
دغه ائتلاف چې فرانسې د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې رامنځته کړی، ۴۰ هېوادونه پکې شامل دي. د دې ائتلاف موخه د کیمیاوي وسلو د کارونې پر وړاندې مبارزه او د دغه ډول بریدونو د عاملینو د مجازات کېدو د مخنیوي لپاره د معافیت له فضا سره مبارزه بلل شوې ده. دغه میکانیزم همداراز د حساب ورکونې د پیاوړتیا او د کیمیاوي وسلو د کاروونکو د عاملینو د تعقیب پر موضوع تمرکز کوي.
فرانسې د سوریې د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې «د حساب ورکونې او عدالت د پیاوړتیا او د معافیت پر وړاندې د مبارزې لپاره د سوریې د ژمنتیا څرګنده نښه» بللې ده. پاریس دا پرېکړه په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې د قضیو د څېړنې په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ پر لور یو ګام بللی دی.
دا اقدام د دمشق په ختیځې غوطې کې د مرګوني کیمیاوي برید ۱۳ کاله وروسته او د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته ترسره کېږي. د ۲۰۱۳ کال د اګست ۲۱مې برید د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د کیمیاوي وسلو د کارونې له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.
د ملګرو ملتونو او د کیمیاوي وسلو د منعې سازمان موندنې په درېیو راپورونو کې ښيي چې د بشار الاسد حکومت د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال له سارین عصبي ګاز او له کلورین ګاز څخه د ډکو بشکو څخه کار اخیستی دی. دغه راپورونه په سوریه کې د جګړو پر مهال د کیمیاوي وسلو د کارونې د بېلابېلو پېښو په اړه چمتو شوي دي.
د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونو له مخې، په ختیځې غوطې کې د کیمیاوي برید له امله له ۱،۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي وو. دغه برید د سوریې په جګړه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه د یوې مهمې نړیوالې قضیې په توګه هم مطرح شو او د کلونو لپاره د نړیوالو بنسټونو له خوا وڅېړل شو.
سوریې په ۲۰۱۳ کال کې، د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال، د کیمیاوي وسلو د منعې کنوانسیون سره یوځای شو او ژمنه یې وکړه چې خپلې اعلان شوې کیمیاوي وسلې به د له منځه وړلو لپاره نړیوال میکانیزم ته وسپاري. خو د کیمیاوي وسلو د منعې سازمان وروسته اعلان وکړ چې د الاسد حکومت د کیمیاوي وسلو اړوند ټولې زېرمې او ظرفیتونه نه وو اعلان کړي.
دغه سازمان همداراز راپور ورکړی چې په ځینو مواردو کې د سوریې پخواني حکومت هڅه کړې وه چې نړیوال څېړونکي د کیمیاوي وسلو د پروګرام په اړه وغولوي. دې موضوع د کنوانسیون له مخې د سوریې د ژمنو د پلي کېدو د کچې د څېړنې او تصدیق بهیر له ننګونو سره مخ کړی و.
د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، د سوریې نویو چارواکو اعلان کړی چې د پخواني حکومت د کیمیاوي وسلو د پروګرام د پاتې شونو د پېژندلو او له منځه وړلو لپاره به د کیمیاوي وسلو د منع له سازمان سره همکاري وکړي. له نړیوال ائتلاف سره د یوځای کېدو لپاره د دمشق چمتووالی هم په همدې چوکاټ کې او د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه د حساب ورکونې په ټینګار سره مطرح شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








