د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ته نږدې سرچینې وايي، چې د تېرې ورځې په پېښه کې د حسیب پنجشیري ترڅنګ د دې جبهې دوه نور غړي هم د طالبانو له خوا وژل شوي او تر اوسه یې جسدونه خپلو کورنیو ته نه دي سپارل شوي.
د ملي مقاومت جبهې ته یوې نږدې سرچینې د جمعې په ورځ، د زمري په ۳۰مه، تایید کړه چې رومل پنجشیري او عتیق پنجشیري، چې د دې جبهې دوه نور غړي وو، د حسیب پنجشیري ترڅنګ وژل شوي دي. دې سرچینې د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي.
د سرچینې په وینا، رومل پنجشیري د شتل ولسوالۍ اوسېدونکی او عتیق پنجشیري د پنجشېر ولایت د مرکز اړوند د منجهور کلي اوسېدونکی و. همداراز ویل شوي چې رومل په تېر نظام کې د ملي امنیت افسر او عتیق د افغانستان د پوځ افسر و.
سرچینې دا ادعا هم کړې چې په هغه کمین کې، چې حسیب پنجشیري او د ملي مقاومت جبهې دوه نور غړي په کې ووژل شول، د دې جبهې ۹ نور غړي هم د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
د ملي مقاومت جبهې ته نږدې سرچینې وايي، طالبانو د وژل شویو کسانو او نیول شویو کسانو جسدونه او بندیان په پروان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ته انتقال کړي دي. دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
د افغانستان ملي مقاومت جبهې هم د دې جبهې د یوه لوړپوړي قوماندان، حسیب پنجشیري، وژل کېدل د طالبانو له خوا تایید کړي دي. دې جبهې ویلي چې د پېښې په اړه به له څېړنې او پلټنې وروسته نور جزیات اعلان کړي.
په همدې حال کې، طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې حسیب پنجشیري او د هغه ملګري د شمالي سالنګ په سیمه کې په نښه شوي دي. تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې پېښې د جزیاتو، د وژل شویو کسانو او نیول شویو کسانو د شمېر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








