TOOSnews
اعلان
صوفیه سروري په فرانسه کې د جوجیتسو د سیالیو اتلوالي تر لاسه کړه.
ورزشټوس نیوز

صوفیه سروري په فرانسه کې د جوجیتسو د سیالیو اتلوالي تر لاسه کړه.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

صوفیه سروري،په جرمني کې مېشته افغانه ورزشکاره ده، د فرانسې په پاریس ښار کې د «رایزینګ سټار کپ» د جوجیټسو سیالیو اتلولي خپله کړه.

صوفیه د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶مه، په دې سیالیو کې ګډون وکړ او د پیاوړي فعالیت په ښودلو سره یې دواړه سیالانې د «سبمیشن» له لارې ماتې کړې او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.

دا دوره د «رایزینګ سټار کپ» سیالۍ د برازیلي جوجیټسو په سبک ترسره شوې وې، او صوفیې سروري د دوو پرله‌پسې بریاوو وروسته د دې سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه.

هغې د اتلولۍ له ترلاسه کولو وروسته، د پخوانیو سیالیو په څېر، د مډال د ویش په مراسمو کې د افغانستان ملي بیرغ پورته کړ؛ دا هغه اقدام دی چې تل د هغې د نړیوالو سیالیو برخه وي.

صوفیه سروري، چې اوس ۱۲ کلنه ده او له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې ژوند کوي، څو ځله ټینګار کړی چې غواړي د خپلو ورزشي بریاوو له لارې د افغان نجونو وړتیا او استعداد نړۍ ته وښيي.

دې ځوانې ورزشکارې تر دې وړاندې هم د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د نړیوال جوجیټسو لیګ په سیالیو کې د څلورو پرله‌پسې بریاوو سره د سرو زرو مډال ګټلی او د «ابسولوټ» په برخه کې یې د اتلولۍ کمربند هم ترلاسه کړی و.

هغې همدارنګه د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د امریکا د ګراپلېنګ فدراسیون په سیالیو کې چې د زاربروکن په ښار کې ترسره شوې، په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کټګوریو کې څلور د سرو زرو مډالونه وګټل.

صوفیه سروري، سره له دې چې کم عمره ده، په جرمني او د اروپا په نورو هېوادونو کې په ګڼو کورنیو او نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی او څو ځله یې اتلولي ترلاسه کړې ده؛ هغه بریاوې چې نوموړې یې د افغان ورزشکارانو په منځ کې د رزمي لوبو له مخکښو ځوانو څېرو څخه ګرځولې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.