TOOSnews
اعلان
بغلان د «يو اېف سي» رزمي سياليو اتلولي وګټله.
ورزشټوس نیوز

بغلان د «يو اېف سي» رزمي سياليو اتلولي وګټله.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي، په بغلان ولایت کې د «یو اېف سي» رزمي سبک سیالۍ د اوو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې په پایله کې د کوربه بغلان لوبغاړو د اتلولۍ جام خپل کړ.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، دغه یو ورځنۍ سیالۍ د «یو اېف سي» رزمي سبک د فدراسیون د استازولۍ او د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمریت په ګډه همکارۍ د بغلان ولایت په مرکز کې ترسره شوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو سیالیو کې د بغلان، بلخ، کندز او د هېواد د نورو ولایتونو په ګډون د اوو ولایتونو ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

د سیالیو په پای کې د بغلان لوبغاړو لومړی مقام او د اتلولۍ جام وګاټه، د کندز ورزشکارانو دویم او د بلخ لوبغاړو درېیم مقام خپل کړ.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، د دغو سیالیو موخه د رزمي ورزشونو پراختیا، د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول او د ولایتونو ترمنځ د سیالیو پیاوړتیا ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.