په هرات ښار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د جمعې په ورځ ناوخته د طالبانو ځواکونو د دغه ښار د ۶۴ متره سړک له سوداګریزو مرکزونو څخه لږ تر لږه ۴ ښځې نیولې دي. د دغو سرچینو په وینا، د نیولو لامل د ښځو د جامو ډول او د حجاب نه مراعات کول ښودل شوي دي. عيني شاهدان هم وايي، چې يو شمېر ښاریانو هڅه وکړه د دغو ښځو د وړلو مخه ونیسي، خو د طالبانو مامورینو هغوی له ځان سره یووړې.
د شاهدانو په وینا، د دې پېښې سره هم مهاله، د لسګونو ښځو په ګډون هغو کسانو هم چې د طالبانو له خوا تایید شوې جامې یې اغوستې وې، د نیول کېدو له ډاره سیمه پرېښوده. د هرات ۶۴ متره سړک د دغه ښار له مهمو سوداګریزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي او د جمعې په ورځو د ښاریانو، په ځانګړې توګه د ښځو او سړیو د پراخ تګ راتګ له امله د هرات یو له تر ټولو ګڼهګوڼې لرونکو سیمو څخه دی. دا لاره د ځینو ښاریانو ترمنځ د «جمعهبازار» په نوم هم پېژندل کېږي.
د سیمه ییزو سرچینو د راپورونو له مخې، په هرات کې د ښځو د نیولو نوې څپې د چهارشنبې له ورځې راهیسې پیل شوې ده. په هغې ورځ د ښار له بېلابېلو برخو، د ۶۴ متره سړک په ګډون، د پُل رنګینې سیمې او یو شمېر مارکېټونو څخه لږ تر لږه ۵ ښځې نیول شوي. راپورونه ښيي چې دې بهیر د پنجشنبې په ورځ هم دوام درلود او د ابرېشم په سړک او خواجه عبدالله انصاري سړک کې ناڅرګند شمېر ښځې نیول شوي.
د جمعې په ورځ د لږ تر لږه ۴ ښځو د نیولو په ثبتېدو سره، راپورونه ښيي چې دا بهیر د پرله پسې درېیمې ورځې لپاره هم دوام درلود. په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې اعلان کړی چې په دې ولایت کې ښځې باید مانټو ونه اغوندي او د دې ډلې له خوا له تایید شوي پوښښ څخه استفاده وکړي.
سرچینې وايي په هرات کې د ښځو د نیولو پراخه څپه د غبرګولي له ۱۶مې نېټې پیل شوه. د دې لړۍ په لومړۍ ورځ، د ښار په بېلابېلو سیمو کې لسګونه ښځې د مانټو اغوستلو، د مخ نه پټولو یا د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه مراعات کولو په تور نیول شوي.
دا نیول کېدنې د غبرګولي په ۱۹مه د هرات د جبرئیل ښارګوټي د یو شمېر اوسېدونکو له غبرګون سره مخ شوې. د راپورونو له مخې، د طالبانو ځواکونو د اعتراض کوونکو د خپرولو لپاره ډزې وکړې چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲ تنکي ځوانان ووژل شول او له ۲۰ څخه ډېر کسان ټپيان شول. همداراز یو شمېر اعتراض کوونکي هم ونیول شول.
له دې پېښې درې ورځې وروسته، د ښاریانو یوه ډله په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر مخې ته راټول شول او د «ښځه، ژوند، آزادي» او «تحصیل، کار، آزادي» شعارونه یې ورکول. راپورونه ښیي چې طالبانو دا غونډه خپره کړه او یو شمېر ګډونوال یې ونیول.
د دغو پېښو په وړاندې د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره سره، سیمه ییزې سرچینې وايي په هرات کې د ښځو نیول لاهم دوام لري او په ورپسې اونیو کې هم د دغه ښار له بېلابېلو سیمو څخه د ښځو د نیولو نوې پېښې راپور شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








