TOOSnews
اعلان
د مزارشریف په یوه سوداګریز مرکز کې یو ځوان د ډزو هدف وګرځېد.
افغانستانټوس نیوز

د مزارشریف په یوه سوداګریز مرکز کې یو ځوان د ډزو هدف وګرځېد.

۱۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

بلخ ولایت کې ځايي سرچینې وايي، د مزارشریف ښار، د دې ولایت په مرکز کې، یو ځوان د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یوې سرچینې په وینا، دغه ځوان «بېګزاد رسولي» نومېده او د چهارشنبې په ورځ، د زمري ۷مه، د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې بېګزاد رسولي د مزارشریف ښار په یوه سوداګریز مرکز کې کار کاوه او د دندې پر مهال د خپل یوه همکار له خوا پرې ډزې شوي چې په پایله کې یې نوموړي ژوند له لاسه ورکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، بېګزاد رسولي د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اصلي اوسېدونکی و او د کار لپاره په مزارشریف کې اوسېده.

تر اوسه د دغه وژنې لامل او انګېزه نه ده څرګنده شوې. د بلخ ولایت طالب چارواکو هم د دې پېښې په اړه تر اوسه کومه څرګندونه نه ده کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.