باخبره سرچینې وايي چې د افغانستان د پخوانیو چارواکو او د پخواني پارلمان د یو شمېر استازو څخه جوړ پلاوي د پاکستان د پوځي او امنیتي چارواکو سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره اسلاماباد ته سفر کړی دی. د دغو سرچینو په وینا، د پلاوي غړي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې ته رسېدلي دي.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، تایید کړه چې دغه پلاوی به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له یو شمېر لوړپوړو پوځي او امنیتي چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي. تر اوسه د دغو لیدنو د اجنډا په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نثار احمد فیضي غوریاني، د صنعت او سوداګرۍ پخوانی وزیر، محمد الماس زاهد، د ولسي جرګې د کورنیو چارو د کمیسیون پخوانی مشر، محمد اقبال صافی، د کاپیسا پخوانی استازی، محمد عالم ساعي، د تخار پخوانی استازی او د جوزجان پخوانی والي، عبدالرؤوف ابراهیمي، د ولسي جرګې پخوانی رئیس، او الیاس غوریاني د دغه پلاوي غړي دي.
د سرچینو په وینا، د دغه سفر اصلي موخه د افغانستان د وضعیت، له طالبانو سره د اړیکو او د دې ډلې د مخالفو جریانونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره سلا مشورې بلل شوې ده. خو تر اوسه هېڅ لوري په رسمي ډول د دغو خبرو اترو د محتوا په اړه څرګندونې نه دي کړي.
همدارنګه، یوې باخبرې سرچینې ادعا کړې چې د پلاوي په غونډو کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو او تنظیم په اړه هم خبرې شوي دي، او د دغو جریانونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو. د سرچینې په وینا، ګډونوالو د داعش، القاعدې او تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو د ګواښونو په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.
یادې سرچینې زیاته کړې چې دوه امریکايي اتباعو هم په دغو غونډو کې حضور درلود، خو د هغوی هویت، رول او احتمالي دریځ تر اوسه نه دی روښانه شوی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغو لیدنو په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








