TOOSnews
اعلان
په دایکنډي کې د نجونو د یوې لیسې آمره د ټلیفون د نه سپارلو له امله نیول شوې.
افغانستانټوس نیوز

په دایکنډي کې د نجونو د یوې لیسې آمره د ټلیفون د نه سپارلو له امله نیول شوې.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې د دایکنډي ولایت په سنگ‌تخت او بندر ولسوالۍ کې وايي چې طالبانو د نجونو د یوې لیسې آمره وروسته له هغه نیولې چې هغې د خپل سمارټ ټلیفون له سپارلو څخه انکار وکړ.

د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ لومړۍ نېټه، د لیسو د ښوونکو د سمارټ ټلیفونونو د راټولولو لپاره د «نسوان مرکز بندر» لیسې ته مراجعه وکړه. د دې اقدام پر مهال، طیبه حافظي، د دې لیسې آمره، د خپل ټلیفون د سپارلو له انکار وروسته ونیول شوه.

سرچینې زیاتوي چې دغه ښځینه تعلیمي کارکوونکې تر هماغه ورځې ماښامه د طالبانو په بند کې وه. تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو شمېر ښوونکې او زده کوونکې نجونې هم وهل شوي دي. همدارنګه ادعا شوې چې ځینو طالب وسله‌والو د دوهم او درېیم ټولګي زده کوونکو ته وسلې نیولي او له هغوی یې غوښتي چې د ښوونکو د ټلیفونونو د ساتلو ځای وښيي.

طالبانو تر دې مخکې د دولتي کارکوونکو لپاره د سمارټ ټلیفونونو کارول منع اعلان کړي دي. دې ډلې خبرداری ورکړی چې هغه کارکوونکي چې سمارټ ټلیفونونه ولري، نظامي محکمې ته به معرفي شي.

همدارنګه طالبانو له دولتي کارکوونکو غوښتي چې خپل سمارټ ټلیفونونه له منځه یوسي. تر اوسه د نیول شوو کسانو د برخلیک او د دې اقدام د پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.