TOOSnews
اعلان
سرچینې: طالبانو په هرات کې د علي خامنه‌يي د فاتحې مراسم لغوه کړل.
افغانستانټوس نیوز

سرچینې: طالبانو په هرات کې د علي خامنه‌يي د فاتحې مراسم لغوه کړل.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې وايي چې طالبانو د په هرات ښار کې د ايران د اسلامي جمهوريت د پخواني مشر، علي خامنه یي،د فاتحې مراسم لغوه کړي دي. د دغو سرچينو په وينا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د ايران اسلامي جمهوريت احمد مسعود، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر، د علي خامنه‌يي د مخه ښې په مراسمو کې ګډون ته بللی و.

د سرچينو په وينا، مخکې د دغو مراسمو د جوړېدو خبرپاڼه خپره شوې وه، خو طالبانو د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۰مه، په وروستيو شېبو کې د دې مراسمو د ترسره کېدو مخه ونيوله. تر اوسه د طالبانو هېڅ رسمي ادارې يا چارواکي د دې مراسمو د لغوه کېدو د لامل په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو هم تر دې دمه په هرات کې د فاتحې مراسمو د لغوه کېدو د راپورونو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او د احمد مسعود له بلنې سره د دې موضوع د احتمالي تړاو په اړه يې څه نه دي ويلي.

د ايران اسلامي جمهوريت له لوري د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د خلکو د یووالي اسلامي ګوند افغانستان مشر محمد محقق ته د علي خامنه‌يي د مخه ښې په مراسمو کې د ګډون بلنه، د طالبانو د يو شمېر چارواکو او د دې ډلې د پلويانو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال عبداللطيف نظري د دې اقدام په غبرګون کې ايران تورن کړ چې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفانو په يو وخت مېلمه پالنه کولو سره دوه‌ګونی سياست غوره کړی او ويې ويل چې ايران «هم په مېخ وهي او هم په نعل.»

په همدې وخت کې د طالبانو يو شمېر پلويانو هم په ټولنيزو رسنيو کې د احمد مسعود او محمد محقق بلنه د ايران د اسلامي جمهوريت د سياست د دوه‌ګوني چلند نښه بللې ده. ځينو کاروونکو د طالبانو له حکومت څخه د دې موضوع په اړه د رسمي دريځ غوښتنه هم کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.