د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له رامنځته کېدو وروسته لسګونه ځايي اوسېدونکي نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي. د سرچینو په وینا، دغه نیونې د کور په کور د تلاشي عملیاتو وروسته ترسره شوي دي.
د سرچینو په خبره، دغه چاودنه د دوشنبې شپې په مهال د مارمل ولسوالۍ د «لبسای» په کلي کې شوې ده. له پېښې وروسته، د طالبانو ځواکونو په دغه کلي کې د تلاشي عملیات پیل کړي او یو شمېر ځايي نارینه یې نیولي دي.
یوه ځايي سرچینې د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۷مه، رسنیو ته ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۳۰ کسان د طالبانو له خوا نیول شوي دي. د سرچینې په وینا، د نیول شویو کسانو د ساتنې ځای او پر هغوی لګېدلي تورونه تر اوسه نه دي معلوم شوي.
د سیمې یوه بل اوسېدونکي ویلي چې فیضالله، د ابو عصمت بلخي لېسې ښوونکی، هم د نیول شویو کسانو په ډله کې دی. خو تر اوسه د هغه او نورو نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
سرچینې وايي چې د نیول شویو کسانو کورنۍ د خپلو خپلوانو د برخلیک په اړه اندېښنه لري او د هغوی د وضعیت او د ساتنې د ځای په اړه د معلوماتو له نشتوالي شکایت کوي.
تر اوسه هېڅ کوم کس یا ډلې د «لبسای» په کلي کې د دوشنبې شپې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی. د طالبانو چارواکو هم د دې خبر تر خپرېدو پورې د چاودنې د جزیاتو، د نیونو د لامل او د نیول شویو کسانو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








