په تخار ولایت کې ځايي سرچینې وایي، یوه ۳۰ کلنه ښځه چې زهرا نومېده، خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د هغې د کورنۍ په وینا، زهرا د غبرګونو ماشومانو امیندواره وه او د خپل مېړه له سخت وهلو ټکولو وروسته مړه شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا پېښه د تېرې اوونۍ د یکشنبې ماښام د فرینګ ولسوالۍ اړوند د سوق په کلي کې رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې د زهرا مېړه د هغې تر مړینې وروسته د هغې مړی په رسۍ ځړولی او بیا یې د هغې له کورنۍ سره اړیکه نیولې او ادعا یې کړې چې مېرمن یې ځان وژنه کړې ده.
د زهرا کورنۍ دا ادعا ردوي او وایي چې د هغې پر بدن د وهلو او ټپي کولو څرګندې نښې موجودې وې. د دوی په وینا، د زهرا مړینه د کورني تاوتریخوالي پایله ده، نه ځان وژنه. د قربانۍ د کورنۍ غړو د دې پېښې د شفافو او بېطرفه څېړنو او د عامل یا عاملانو د قانوني تعقیب غوښتنه کړې ده.
د شته معلوماتو له مخې، د زهرا مېړه چې حاجي نومېږي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته د ایران د اوسېدو پر مهال له هغې سره اشنا شوی او ورسره یې واده کړی و. ویل کېږي چې هغه په دې وروستیو کې افغانستان ته راستون شوی و او له خپلې لومړۍ مېرمنې، ماشومانو، زهرا او د هغې له وړې لور سره یې په یوه کور کې ژوند کاوه.
دا ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي چې تر اوسه مسؤلو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او د دې ښځې د مړینې د لامل په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي. په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه لا هم دوام لري او د ښځو د حقونو د فعالانو او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








