د سوریې نوي پارلمان د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۱مه، د دمشق په ښار کې د لومړي ځل لپاره خپله غونډه ترسره کړه. دا غونډه د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو او د احمد شرع په مشرۍ د مخالفو ځواکونو له واکمنېدو څخه ۱۹ میاشتې وروسته جوړه شوه، او د دغه هېواد د سیاسي لېږد په بهیر کې یو نوی ګام بلل کېږي.
د سوریې ولسمشر احمد شرع په خپله وینا کې له استازو وغوښتل چې پارلمان د «مسوولیتمننې او وړتیا» په یوه بېلګه بدل کړي. هغه پارلمان د «حقیقت او عدالت لپاره یو پلیټفارم» وباله او ویې ویل چې سوریه د خپل تاریخ یو نوی فصل لیکي، داسې فصل چې د دې هېواد د خلکو قربانۍ او ټینګښت به پکې منعکس وي.
د سوریې پارلمان ۲۱۰ څوکۍ لري. د انتقالي حکومت د جوړښت له مخې، د استازو دوه پر درېیمه برخه د سیمهییزو ټاکنیزو شوراګانو له لارې ټاکل شوې او پاتې یو پر درېیمه برخه احمد شرع د جولای په لومړۍ نېټه ګومارلې ده.
سوري چارواکي وایي، دا تګلاره د څو کلنې جګړې، د میلیونونو خلکو د بېځایه کېدو او د نفوسو د کره احصایې او د رایه ورکوونکو د بشپړ نوملړ د نشتوالي له امله غوره شوې ده. خو منتقدین باور لري چې دې بهیر اجرائیه قوې ته د پارلمان د جوړښت په ټاکلو کې پراخ نفوذ ورکړی دی.
د ۲۰۲۵ کال د موقت اساسي قانون له مخې، د پارلمان واکونه محدود دي او حکومت د کار د پیل لپاره د پارلمان د باور رایې ته اړتیا نه لري. سره له دې، پارلمان کولی شي قوانین وړاندیز او تصویب کړي او د دایمي اساسي قانون تر جوړېدو او د عمومي ټاکنو تر ترسره کېدو پورې به د قانون جوړونې دنده پر غاړه ولري.
د پارلمان په لومړۍ غونډه کې عبدالحلیم العواک د ۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره د پارلمان د رئیس په توګه وټاکل شو. احمد شرع تر دې مخکې ویلي وو چې دغه پارلمان به د نوي اساسي قانون د مسودې د چمتو کولو لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړوي.
په نوي پارلمان کې ۲۱ ښځې هم غړې دي چې له هغو څخه ۱۵ یې احمد شرع ټاکلي دي. سوري چارواکو لا تر اوسه د استازو د قومي او مذهبي جوړښت په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړي، خو غیررسمي اټکلونه ښيي چې لږ تر لږه ۱۰ څوکۍ د قومي او مذهبي لږکیو استازو ته ځانګړې شوي دي، چې کردان، مسیحیان او علویان هم پکې شامل دي.
د پارلمان څلور څوکۍ لا هم تشې دي؛ یو استازی مړ شوی او درې نورې څوکۍ، چې د ډېری دروزي مېشت ولایت سویدا پورې اړه لري، لا نه دي ډکې شوي. سوریایي چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د استازو ټاکنه به تر هغو وځنډول شي چې مناسب شرایط برابر شي.
سویدا سیمه د تېر کال د حکومتي ځواکونو او دروزي ډلو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته لا هم د حکومت تر بشپړ کنټرول لاندې نه ده راغلې. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغو نښتو کې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان وژل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








