د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې په کندز ولایت کې ۳۵ ټنه بېکیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.
نوموړي په اېکس کې لیکلي، چې دا درمل او خوراکي توکي د کندز د عامې روغتیا ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د تېرو اتو میاشتو په موده کې د ښار له عمده او پرچون پلورنځیو او درملتونونو څخه راټول شوي وو.
د شرافت زمان په وینا، دغه توکي له روغتیايي معیارونو سره په ټکر کې وو او د خلکو روغتیا ته یې جدي ګواښ پېښاوه.
هغه زیاته کړې، چې د عامې روغتیا ریاست دا اقدام د روغتیايي اصولو د پلي کېدو او د خلکو د روغتیا د خوندیتوب په موخه ترسره کړی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د بېکیفیته درملو او خوراکي توکو د راټولولو خبر ورکوي، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته توکي ضبط او له منځه وړل شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








