TOOSnews
اعلان
طالبانو اړوند رسنۍ: د مقاومت جبهې غړی حسيب قواى مركز وژل شوى.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو اړوند رسنۍ: د مقاومت جبهې غړی حسيب قواى مركز وژل شوى.

۳۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو اړوند رسنیو ادعا کړې چې د دې ډلې ځواکونو په یو لړ پېچلو عملیاتو کې د مقاومت جبهې غړی حسیب قوای مرکز وژلی دی.

دغو رسنیو د پنجشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چې حسیب قوای مرکز د طالبانو د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو د ځای، څرنګوالي او د عملیاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو هم تر اوسه په رسمي ډول د حسیب قوای مرکز د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا، د مقاومت جبهې هم تر اوسه په رسمي ډول د نوموړي د وژل کېدو خبر نه دی تایید یا رد کړی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.