د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر د هېواد په لوېدیځ، هرات ولایت کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د ارزونې د یوه لابراتوار د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا لابراتوار یکشنبې، د زمري په ۱۸مه، د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په حضور کې پرانیستل شو.
عبدالغني برادر د دغه لابراتوار د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي: «له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو او نورو هېوادونو څخه واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو کیفیت او اعتبار په همدې لابراتوار کې ارزول کېږي او له دې لارې به د بېکیفیته، جعلي او غیرمعیاري توکو د واردولو مخه ونیول شي.»
هغه زیاته کړې: «دغه لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې هم فعالیت وکړي او له دې سره به افغان محصولات د کیفیت له پلوه د نورو هېوادونو له محصولاتو سره سیالي وکړي او په نړیوالو بازارونو کې به د باور وړ ځای خپل کړي.»
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال له سوداګرو غوښتي چې د بېکیفیته محصولاتو له واردولو ډډه وکړي او له کورنیو تولیدونکو یې هم غوښتي چې د خپلو تولیداتو کیفیت ته پاملرنه وکړي.
طالبانو تر دې مخکې هم د هېواد په ځینو نورو ښارونو کې د کیفیت د ارزونې د لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی و.
خو له دې سره سره، د هېواد یو شمېر وګړو څو ځله د وارداتي او کورنیو تولیداتو، په ځانګړي ډول د خوراکي توکو او درملو، د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








