TOOSnews
اعلان
د طالبانو د پوځ د لوی درستیز په وینا؛ د پاکستان هېڅ برید بې ځوابه نه دی پاتې شوی.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د پوځ د لوی درستیز په وینا؛ د پاکستان هېڅ برید بې ځوابه نه دی پاتې شوی.

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د پوځ لوی درستیز وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره بریدونه «د زغملو وړ نه دي» او تر اوسه هېڅ یو برید بې ځوابه نه دی پاتې شوی. فصیح‌الدین فطرت دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وکړې.

فطرت د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه او هغه یې «بې رحمه» وباله. نوموړي وویل، اسلام‌اباد د پاکستاني طالبانو د تحریک د حضور په پلمه پر ملکي سیمو هوايي بریدونه کوي. هغه زیاته کړه چې دغو بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز هم ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک او نور هغه وسله‌والې ډلې چې د پاکستان مخالفې دي، په افغانستان کې حضور نه لري. د هغه په وینا، طالبان هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې پوځي فعالیتونه ترسره کړي یا د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.

پاکستان څو ځله طالبان تورن کړي چې د پاکستاني طالبانو تحریک ته پناه او ملاتړ ورکوي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي. د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې اسلام‌اباد باید خپلې امنیتي ستونزې د پاکستان په خاوره کې حل کړي او د دغو ډلو د بریدونو مسؤلیت پر افغانستان وانه ږدي.

په وروستیو میاشتو کې، د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو سره هم مهاله، پاکستان څو ځله د افغانستان سرحدي سیمې او د هېواد ځینې برخې د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي. ملګرو ملتونو هم په ځینو دغو بریدونو کې د لسګونو ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه بریدونه «دقیق او هدفمند» ترسره شوي او د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو وسله‌والو مخالفو ډلو پټنځایونه یې په نښه کړي دي.

طالبانو هم له دغو بریدونو وروسته څو ځله د متقابلو اقداماتو خبر ورکړی دی. دې ډلې په وروستیو میاشتو کې ویلي چې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یې په پاکستان کې ځینې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي. د پاکستان پوځ په ځینو مواردو کې د افغانستان له خاورې د پاکستان هوايي حریم ته د ډرونونو داخلېدل تایید کړي، خو تر اوسه یې د دغو بریدونو د احتمالي مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه کوم راپور نه دی خپور کړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.