TOOSnews
اعلان
طالبانو په بدخشان كې د تېر جمهوريت څلور پخواني پوځي منسوبين نيولي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په بدخشان كې د تېر جمهوريت څلور پخواني پوځي منسوبين نيولي.

۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باوري سرچینو ویلي چې د طالبانو استخباراتو د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د تېر جمهوري نظام څلور پخواني پوځي منسوبین نیولي دي.

د سرچینو په وینا، له دغو کسانو څخه درې تنه د سې‌شنبې په ورځ او څلورم کس د چهارشنبې په ورځ د فیض‌اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

عیني شاهدان وايي، طالب ځواکونو د دغو کسانو د نیولو پر مهال هغوی وهلي او ټکولي هم دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان په کوم تور نیول شوي او اوس په کوم ځای کې ساتل کېږي. طالبانو هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

دا نیونې په داسې حال کې شوي چې بدخشان په وروستیو ورځو کې د امنیتي پېښو شاهد دی. د سې‌شنبې په سهار د طالبانو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح‌الله امیري د فیض‌اباد–بهارک پر لار په یوه برید کې ووژل شو. طالبانو ویلي، په دغه برید کې یو بریدګر وژل شوی او بل یې نیول شوی دی.

همدارنګه، د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ هم په وروستیو ورځو کې نښتې شوي چې د سیمې امنیتي وضعیت یې لا پسې ترینګلی کړی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.