ځايي سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۲مه، د بدخشان ولایت د نسي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د جمعهخان فاتح د کسانو پر پوستو د طالبانو د هوايي برید خبر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، د پنجشنبې ورځې له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د طالبانو دوو چورلکو د نسي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د جیسنګ په سیمه کې د جمعهخان فاتح د کسانو پر پوستو هوايي برید وکړ.
د جیسنګ سیمه د نسي ولسوالۍ مرکز ته څېرمه موقعیت لري او په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ځواکونو او د جمعهخان فاتح له کسانو سره د تړلو وسلهوالو ترمنځ د نښتو شاهده وه.
ځايي سرچینې وايي، د هوايي برید له ترسره کولو وروسته د طالبانو چورلکې له سیمې وتلي او ورپسې د دې ډلې بېپیلوټه الوتکو د نسي په فضا کې ګزمې کړي دي.
تر اوسه د دې برید له امله د اوښتو احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه کره جزیات نه دي خپاره شوي او خپلواکو سرچینو هم په دې اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو او د جمعهخان فاتح د کسانو ترمنځ نښتې لا هم د نسي ولسوالۍ په ځینو برخو کې دوام لري.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبان د دغو نښتو په دوام کې نسي ولسوالۍ ته د خپلو ځواکونو د لېږلو په حال کې دي؛ خو د لېږل شویو سرتېرو دقیق شمېر او د دواړو لورو د پوځي تحرکاتو جزیات لا هم روښانه نه دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








