د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې له دې وروسته به هر ډول کتاب د دوی له همغږۍ پرته نه چاپېږي او د نورو لیکوالانو د اثارو د چاپ لپاره به رسمي اجازه اخیستل لازمي وي.
دغه ریاست سې شنبې، د غويي پر ۳۰مه اعلان وکړ، چې د مطبعو، کتاب پلورنځیو او عکسخونو له مسوولانو سره یې د کاپي رایټ یا د لیکوالانو د حقونو د خوندیتوب او د فرهنګي اثارو د غیر قانوني خپرېدو د مخنیوي په اړه ناسته کړې ده.
د طالبانو چارواکو په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې د هر ډول کتاب چاپ باید د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همغږۍ سره ترسره شي. همداراز یې ویلي، که د بل لیکوال اثر چاپېږي، نو د اصلي لیکوال رسمي اجازه اخیستل اړین دي.
په ناسته کې عکاسانو او د عکسخونو مسوولانو ته هم خبرداری ورکړل شوی، چې د خلکو له اجازې پرته دې د هېچا عکسونه او ویډیوګانې نه خپروي.
د طالبانو مسوولانو د چاپي اثارو د دقیقې ارزونې پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، ټول کتابونه باید د محتوا او املا له پلوه په جدي ډول وکتل شي.
د دوی په وینا، په سپېڅلو متنونو، په ځانګړي ډول قرآن کریم کې، باید هېڅ ډول املایي او چاپي تېروتنه موجوده نه وي.
لیکوال:سعید سمیر








