TOOSnews
اعلان
د طالبانو قوماندان د بدخشان له سرحدي سيمو د امنيتي وضعيت ارزونه وكړه.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو قوماندان د بدخشان له سرحدي سيمو د امنيتي وضعيت ارزونه وكړه.

۱۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې قوماندان عبدالوکیل منیب د تاجکستان او چین له پولو سره د دغه ولایت د سرحدي سیمو امنیتي وضعیت ارزولی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې ویلي، چې منیب د بروغیل او له تاجکستان او چین سره د بدخشان په نورو سرحدي سیمو کې د سرحدي کنډکونو لیدنه کړې او د طالبانو د ځواکونو امنیتي چمتووالی یې له نږدې کتلی دی.

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د رسنیو مسوول نورالله نظري وايي، په دغه سفر کې د سرحدي ځواکونو ستونزې او ننګونې هم ارزول شوي او د امنیتي وضعیت د ښه کولو، د ستونزو د حل او د نظامي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې شوي دي.

د طالبانو دغه پوځي چارواکی داسې مهال د بدخشان سرحدي سیمو ته سفر کوي، چې په وروستیو اوونیو کې د دغه ولایت په زېباک، یفتل، کشم او یمګان ولسوالیو کې د طالبانو پر پوستو او ځواکونو د مخالفو وسله‌والو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ، ملي مقاومت او متحدې جبهې هم ادعا کړې چې په تېره یوه اوونۍ کې یې په بېلابېلو بریدونو کې شاوخوا ۳۰ طالبان وژلي دي؛ خو طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو او د مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات نه دي خپاره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.