په پروان کې سرچینې وایي چې طالبانو د سالنګ ولسوالۍ څخه شپږ ملکي وګړي، چې دوه یې پخواني نظامیان دي، نیولي دي.
سرچینو ویلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې دوه تنه، رئیسآغا سالنګي او نصرالله، د جمهوري نظام پر مهال د پولیسو غړي وو. د سرچینو په وینا، څلور نور نیول شوي کسان، شریف، محمدآغا، میرویس او سهراب، زدهکوونکي دي.
سرچینې وایي چې دغه شپږ کسان شپږ ورځې وړاندې د سالنګ ولسوالۍ د «للمهسبزک» له کلي څخه نیول شوي او اوس په چاریکار کې د طالبانو د ترهګرۍ په مدیریت کې ساتل کېږي.
د سرچینو په وینا، د نیول شویو کسانو کورنۍ د هغوی له وضعیت څخه هېڅ معلومات نه لري.
سرچینې وایي چې طالبانو دغه کسان د خپلې یوې پوستې پر برید تورن کړي دي. خو د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان ملکي وګړي دي او له طالبانو سره د مخالفو ډلو له هېڅ جریان سره اړیکه نه لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








