د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت کې د ډي اېن اې د تشخیص د یوه لابراتوار د فعالیت د پیل خبر ورکړی دی. د دې ډلې په وینا، دغه مرکز د جنایي څېړنو د مرستې، د تورنو کسانو د پېژندنې او د بیولوژیکي شواهدو د ارزونې په موخه جوړ شوی او د عدلي او جنایي قضیو د څېړلو په بهیر کې به ترې کار واخیستل شي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ، د چنګائ ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دغه لابراتوار د کورنیو چارو وزارت د جنایي تخنیک په ریاست کې پرانیستل شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، دغه مرکز به په جنایي او عدلي قضیو کې د ډي اېن اې نمونو تحلیل او د جنیټیکي شواهدو ارزونه ترسره کوي.
طالبانو ویلي چې دغه لابراتوار د دې وړتیا لري چې د مشکوکو کسانو جنیټیکي نمونې د جرم له ځای څخه له ترلاسه شویو نښو او شواهدو سره پرتله کړي. د دوی په وینا، د دې ټکنالوژۍ کارول کولی شي د جرمونو د عاملانو د پېژندنې او د پېچلو قضیو د څېړنې بهیر د امنیتي او عدلي ادارو لپاره اسانه کړي.
د طالبانو د چارو ادارې عمومي رئیس نورالحق انور د دغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د نوې ټکنالوژۍ او تخصصي وسایلو کارول د مسؤلو ادارو ظرفیت د جرمونو په کشف، څېړنه او ثابتولو کې زیاتوي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې د پرمختللو وسایلو او ټکنالوژۍ له کارولو پرته د پېچلو قضیو څېړل له ستونزو سره مخ وي.
افغانستان تر دې وړاندې هم د ډي اېن اې د ازموینې ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړی و. د ډي اېن اې د ازموینې لومړنی دولتي لابراتوار په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پخواني حکومت په عامې روغتیا وزارت کې جوړ شوی و. د هغه وخت چارواکو ویلي وو چې دا ټکنالوژي، د مجرمینو د پېژندنې او د بېګناه کسانو د برائت سربېره، د هویت په معلومولو، د کورنۍ اړیکو په تثبیت او ځینو علمي څېړنو کې هم کارول کېږي.
د دغو مرکزونو له جوړېدو مخکې، د افغانستان ډېری وګړي اړ وو چې د ډي اېن اې ازموینې لپاره خپلې نمونې بهرنیو هېوادونو ته د څېړنې په موخه ولېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








