د هلمند لپاره د طالبانو سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د فرعي ګمرکاتو له لوري نیول شوي ۱۲ زره او ۴۶۸ کیلوګرامه قاچاقي انساني او کرنیز درمل د محکمې د حکم له مخې د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې وسوځول شول.
د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه قاچاقي توکي په تېرو دوو میاشتو کې له یوه ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته راوړل شوي وو، خو د مبدا یا صادرونکي هېواد نوم یې نه دی یاد کړی.
د خبرپاڼې له مخې، یاد درمل د محکمې د پرېکړې پر بنسټ نن په ګرمسېر ولسوالۍ کې له منځه یوړل شول.
که څه هم طالبانو د دغو توکو د اصلي سرچینې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ورته قاچاقي درمل د هلمند د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته راواردېدل.
د هلمند د فرعي ګمرکاتو رئیس حقمل ویلي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په غیرقانوني ډول هېواد ته توکي راوړي یا یې له هېواده وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې له نږدې یوه کال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سوداګري له خنډ سره مخ ده او یو شمېر کسان هڅه کوي د اړتیا وړ توکي په قاچاقي لارو دواړو خواوو ته ولېږدوي.
لیکوال:سعید سمیر








