په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو مبلغ، رحیم سکندر، چې په دې وروستیو کې یې پر دې ډلې نیوکې کړې وې، په خوست کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
په خوست کې یوې سرچینې ویلي چې رحیم سکندر (شنبې، د زمري ۳۱مه) په خوست ښار کې له خپل دوکان څخه نیول شوی او د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له خوا نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.
سرچینه وايي، رحیم سکندر په دې وروستیو کې په پرلهپسې توګه د طالبانو د حکومت پر سیاستونو نیوکې کولې او په فېسبوک کې یې مطالب خپرول.
د شته معلوماتو له مخې، رحیم سکندر تر دې مخکې په کابل کې له «حریت» راډیو سره چې طالبانو ته نږدې بلل کېږي، کار کاوه؛ خو تېر کال هم د طالبانو له خوا نیول شوی او له خپلې دندې ګوښه شوی و.
رحیم سکندر له شاوخوا یو کال راهیسې په خوست ښار کې د جامو یو دوکان لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








