د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر،نورالله نوري وایي چې د دې ډلې مخالفان هڅه کوي چې جبهې جوړې کړي او افغانستان ازاد کړي. هغه زیاته کړه چې هغه کسان چې په وینا یې په تېرو شلو کلونو کې یې خپلې موخې ازمویلي دي، باید نور د افغانستان د آزادۍ شعار ورنه کړي او نور په افغانستان کې ځای نه لري.
نوموړي چې د سرپل ولایت کوهستانات ولسوالۍ ته په سفر کې د دې ولایت له اوسېدونکو سره لیدلي وو،ویلي چې اوس په افغانستان کې داسې نظام حاکم دی چې د ده په وینا «ټولې چارې یې د اسلامي شریعت تر چتر لاندې اداره کېږي.»
د طالبانو د سرحدونو وزیر همدارنګه ادعا وکړه چې د افغانستان خلک له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي او دا ملاتړ د زور او جبر پر بنسټ نه دی. د هغه په وینا، د افغانستان وګړي په «خوښه او رضایت» د طالبانو ترڅنګ ولاړ دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو، نجونو او ځینو ټولنیزو ډلو پراخ او منظم محدودیتونه لګول شوي دي. ښځې او نجونې له زده کړو او کار کولو څخه محرومې شوي دي؛ هغه موضوع چې د ملګرو ملتونو چارواکو څو ځله یې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا سیاست کولی شي د «سوځېدلي نسل» د رامنځته کېدو لامل شي.
نورالله نوري همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته داخلي اختلافات، انتقام اخیستنې او شخړې پای ته رسېدلي او په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی.
خو دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جنايي ناامنۍ، لکه وژنو او تښتونو، راپورونه خپاره شوي دي. همدارنګه طالبانو په تېرو کلونو کې له خپلو سیاسي او ټولنیزو مخالفینو سره سخت چلند کړی دی.
نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو مدافع سازمانونو هم څو ځله د افغانستان تر کنټرول لاندې د بیان ازادي، بشري حقونو او مدني حقونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.
په همدې حال کې، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د پالیسیو پر ضد د اعتراضونو راپورونه هم ورکړل شوي، په ځانګړې توګه په هرات کې، او د دې لاریونونو د ځپلو راپورونه خپاره شوي دي.
په ورته وخت کې، د طالبانو یو شمېر منتقدین وایي چې د دې ډلې سیاستونه او اقدامات نه له اسلامي تعلیماتو سره همغږي دي او نه د افغانستان له ټولنې او ارزښتونو سره سمون لري.
لیکواله:سلیمه آریايي








